د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د عملیاتو پر مهال وسله والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت زیاتوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ پلان شوي او ۷۸ ځانګړي عملیات په ۱۱ ولایتونو کې تر سره کړي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په ننګرهار، غزني، پکتیکا، اروزګان، فراه، بلخ، فاریاب، سمنګان، قندوز، بغلان او هلمند ولایتونو کې د یادو عملیاتو پر مهال ۵۹ وسله وال وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل