۰
رویټرز:

پر ایران د امریکا بندیزونه د چابهار بندر پروژه هم له ګواښ سره مخ کړې

دوشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۶
رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د ایران له سره د امریکا له اټومي تړون وتل او دغه راز پر ایران د امریکا نور بندیزونه د چهابهار بندر پروژه له ګواښ سره مخ کړي.
پر ایران د امریکا بندیزونه د چابهار بندر پروژه هم له ګواښ سره مخ کړې
رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د ایران له سره د امریکا له اټومي تړون وتل او دغه راز پر ایران د امریکا نور بندیزونه د چهابهار بندر پروژه له ګواښ سره مخ کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رویټرز لیکلي، چې د ټرمپ دا پرېکړه چې پر هغو شرکتونو او مالي ادارو به بندیز ولګوي چې له ایران سره سوداګريزه راکړه ورکړه لري، د چا بهار بندر پروژه هم تر اغېز لاندې راولي.

ځکه د آژانس په خبره بیا څوک نه حاضرېږي، چې په دې پروژه کې پانګونه وکړي او یا بانکونه پانګونوالو ته پیسې ورکړي.

باید و ویل شي، چې د هند په مرسته د چا بهار بندر پروژه د افغانستا د ترانسپورت لپاره یو نوی کوریدور دی، چې له یوې خوا د پاکستان پر بې باوره لارو د افغانستان اتکا پای ته رسوي او له بلې خوا د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د افغانستان سوداګريزه راکړه ورکړه ملیاردونو ډالرو ته لوړولی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي