سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې ۷ تنه پاکستاني وسله وال د افغان ځواکونو سره به مخامخ نښته کې وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، دغه نښته تېره شپه د کندهار ولایت په شورابک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې پاکستاني وسله والو په ښورابک ولسوالۍ کي د سرحدي پولیسو پر امنیتي پوستو برېدونه کړي، چې د هغوی له ځوابیه برید سره مخ شول.
دراني ویلي، چې په دغه مخامخ درې ساعته نښته کې ۷ پاکستاني وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
هغه و ویل، د وژل شویو وسله والو جسدونه د پاکستان د هویت کارتونو سره یو ځای د جګړې په ډګر کې پاتې و، چې وروسته قومي مشرانو ته وسپارل شول.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند وایي، په دې برېد کي افغان سرحدي ځواکونو او د سیمې خلکو ته کوم زیان نه دی اوښتي.
جمهورخبري آژانس:کندهار