۰

کیوبا کې د الوتکې لوېدو په پېښه کې تر ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي دي

شنبی ۲۹ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۷
د کیوبا یوه مسافر وړونکې الوتکه له هوايي ډګره تر پورته کېدو لږ وروسته رالوېدلې، چې له امله یې تر ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.
کیوبا کې د الوتکې لوېدو په پېښه کې تر ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي دي
د کیوبا یوه مسافر وړونکې الوتکه له هوايي ډګره تر پورته کېدو لږ وروسته رالوېدلې، چې له امله یې تر ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه الوتکه پرون د جمعې په ورځ سهار د پلازمېنې هاوانا له هوايي ډګره تر پورته کېدو وروسته راپرېوتې ده.

ویل کېږي په الوتکه کې ټولټال ۱۱۴ تنه سپاره، چې یوازې درې تنه ترې ژوندي وتلي او ۱۱۱ تنه نور وژل شوي دي.

دغه ۷۳۷ ډوله بوینګ الوتکه د کیوبا حکومت په اجاره نیولې وه.

تر اوسه د الوتکو د لوېدو لامل نه دی په ګوته شوی، خو په اړه یې څېړنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي