ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې سره ۳ شل اوریزه لوبې تر سره کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوبې د افغانستان په کوربتوب د میلادي جون میاشتې په درېیمه، پنځمه او اوومه نېټه د هند په دهرادون لوبغالي کې تر سره کېږي.
د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل په یوه خبرپاڼه کې ویلي، خوښ دي، چې د افغانستان کرکټ بورډ د بنګله دېش په څېر پیاوړې لوبډلې کوربتوب کوي.
د کرکټ بورډ په اعلامیه کې د ښاغلي مشعل له خولې لیکل شوي، چې افغانستان به له بشپړ چمتووالي سره د بنګله دیش پر وړاندې د لوبو ډګر ته و وځي.
که څه هم د بنګله دېش سره د لوبو له پاره افغان لوبډله لا تر اوسه غوره شوې نه ده، خو د کرکټ بورډ چارواکي وايي، د دې سیالیو له پاره د هغه لسګونه افغان لوبغاړو څخه چې همدا اوس په هند کې په روزنه بوخت دي، لوبډله وټاکل شي.
باید و ویل شي، چې د افغانستان د کرکټ تر ۴۰ زیات لوبغاړي دا مهال په هند کې په تمریناتي لوبو بوخت دي، چې له دې څخه به د بنګله دېش سره د شل اوریزه او د هند سره د ټسټ لوبې له پاره لوبغاړي غوره شي.
جمهورخبري آژانس:کابل