د ولسي جرګې رییس:

حکومت او ساسي مشران دې سره جوړجاړی وکړي

19 ثور 1397 ساعت 16:10

د ولسي جرګې مشر په حکومتي او سیاسي مشرانو غږ وکړ، چې له روان بحراني حالت څخه د افغانستان د ایستلو په خاطر دې خپلو کې سره جوړجاړی وکړي.


د ولسي جرګې مشر په حکومتي او سیاسي مشرانو غږ وکړ، چې له روان بحراني حالت څخه د افغانستان د ایستلو په خاطر دې خپلو کې سره جوړجاړی وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عبدالروف ابراهیمي، چې نن چهارشنبې د غويي ۱۵ مه یې عمومي غونډې ته وینا کوله، دغه څرګندونې په ترکیه کې د یو شمېر افغان مشرانو او سیاسي څېرو نوي ائتلاف ته په اشارې سره وکړې.

که څه هم نوموړي د دغه ائتلاف نوم یاد نه کړ، خو ویې ویل، چې د حکومت مشرانو او د سیاسي ګوندونو مشرانو ته په کار ده، چې له روان حالت څخه د وتلو په خاطر دې سره جوړجاړی وکړي.

نوموړي و ویل، چې افغان ولس پخوا هم له خپل هېواده دفاع کړې او اوس هم د یوې نااعلان شوې جګړې او نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کوي، چې حکومتي او سیاسي مشران باید دغه حالت درک کړي.

باید و ویل شي، چې په دې وروستیو کې په ترکیه کې ځینو افغان چارواکو او سیاسي څېرو چې د ولسي جرګې ځینې غړي هم په کې دي یو نوی ائتلاف جوړ کړ، او تر ډېره هغه کسان په کې راټول دي، چې د اوسني حکومت سره ستونزې لري.

دغه راز په دې وروستیو کې د حکومتي مشرانو تر منځ د برېښنايي پېژندپاڼو په وېش اختلافات هغه څه دي، چې اندېښنې یې رامنځ ته کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 104124

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104124/

جمهور
  https://www.jomhornews.com