د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر وايي، له ۳۰ سلنه زیات هغه افغان کډوال چې په څو وروستیو کلونو کې هېواد ته راستانه شوي، بېرته له هېواده وتلي او ګدوال شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت وزیر سیدحسین عالمي بخلي نن سه شنبې د غويي ۱۸ مه کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال و ویل، چې په وروستیو پنځو کلونو کې نېږدې دوه میلیونه کډوال له بهر څخه بېرته خپل هېواد افغانستان ته راستانه شوي دي.
نوموړي د کډوالو په بېرته راتګ خوښي وښوده او ویې ویل، چې یو شمېر راغلو کډوالو بېرته کډوالۍ ته مخه کړې او هېواد یې پرښی دی.
هغه زیاته کړه« له هرو دریو کسانو چې هېواد ته راستانه شوي یو تن یې بېرته هېواد پرښی چې دا د رغلو کډوالو له ۳۰ سلنه زیاته برخه جوړوي.»
دغه راز هغه زیاته کړه، چې په تېرو پنځو کلونو کې له ۱۱۱ زره زیات افغانان په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې، چې په وینا یې د دې لامل په هېواد کې روانې جګړې، بېکاري او فقر دي.
د کډوالو چارو وزیر دا هم و ویل، چې په تېرو پنځو کلونو کې په کور دننه هم یو میلیون او ۷ سوه زره افغانان د جګړې له امله بې ځایه شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه ستونزه په ۱۵ ولایتونو کې ډېره تر سترګو کېده، خو د وزارت په هڅو له دې ډلې یو میلیون شپږ سوه ۳۰ زره کسان بېرته خپلو ځایونو ته ستانه شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل
ور