۰

د برېښنايي پېژندپانو په وېش د ولسي جرګې د غړو تر منځ ناندرۍ

شنبی ۱۵ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۰
د برېښنايي پېژندپانو د وېش په پیل سره د ولسي جرګې غړي دوه ډلې شول، چې یوې هغه یې تر ملاتړ کاوه خو بلې هغې یې مخالفت ته بډې راوهلې وې.
د برېښنايي پېژندپانو په وېش د ولسي جرګې د غړو تر منځ ناندرۍ
د برېښنايي پېژندپانو د وېش په پیل سره د ولسي جرګې غړي دوه ډلې شول، چې یوې هغه یې تر ملاتړ کاوه خو بلې هغې یې مخالفت ته بډې راوهلې وې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسي جرګې د نن شنبې د غويي ۱۵ عمومي غونډې امتیازي ساعت ټول پر همدې موضوع راڅرخېده او موافق او مخالفو وکیلانو تر منځ یو بر بل توندې نیوکې وشوې.

د جرګې یو شمېر غړو ویل، چې په دې وخت کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ پیلول ځکه پر ځای کار نه دی، چې په وینا یې دا موضوع تر اوسه نه ده حل شوې او یوې ملي اجماع ته اړتیا لري.

په جرګه کې د بدخشان استازي عبدالطیف پدرام و ویل، چې دغه لړۍ د ولس د ارادې خلاف پیل شوې او دا پر نورو قومونو د یوه ځانګړي قوم د هویت تپل دي.

هغه د ولسمشر دغه کار د خلکو سره د جنګ د اعلان په مانا وباله او ویې ویل، چې د افغانستان نوم باید په خراسان واړول شي تر څو پر نورو قومونو د یوه قوم د هویت د تپلو موضوع پای ومومي.

پدرام ګواښ وکړ، چې د حکومت د دغه کار او د ده په وینا د حکومت د زور پر وړاندې به درېږي هغه که د سوله ییز ډول وي او که د قهر له مخې.

د ولسي جرګې دغه غړي تنګار کاوه، چې برېښنايي پېژندپاڼې باید د هغه قانون له مخې و وېشل شي، چې دوه کاله وړاندې ولسي جرګې تصویب کړی، نه د ولسمشر د فرمان له مخې.

 دغه راز د جرګې یو بل غړي زهیر سادات چې د برېښنايي پېژندپانو له وېش سره مخالف و و ویل، دغه غږونه چې د تذکرو د وېش پر ضد راپورته شوي، په حقیقت په هېواد کې کې د تعصب او نفاق پر ضد راپورته شوي دي او غواړي، چې د تعصب کلیمې له تذکرو لرې کړي.

هغه و ویل، چې د تذکرو د وېش لړۍ دې په ارګ کې ودرول شي، ځکه د ده په وینا هغه څوک چې د ۵۰ سلنه حکومت دعوا لري، هغه د تذکرو د وېش سره موافق نه دی او دا د ولس د یوې لویې برخې د غوښتنو د نه په پام کې نیولو په مانا ده.

د ولسي جرګې دغه غړي خبردارۍ ورکړ، چې یاد موضوع به هېواد د کړکېچ خواته بوزي او داسې یوه حالت ته به ورسېږي، چې بیا به یې څوک د کابو کولو جوګه نه وي.

خو د برېښنايي پېژند پاڼو له وېش سره موافقو استازو د تذکرو د وېش مخالفان نفاق ته په لمن وهلو تورن کړل او ټینګار یې کاوه، هر څوک چې نه غواړي په پېژندپانه کې یې د افغان کلیمه ولیکل شي هغه د افغانستان نه دي او باید له هېواده ووځي.

په ولسي جرګه کې د اروزګان استازي عبیدالله بارکزي وویل«څوک چې په برېښنايي پېژندپانو کې د افغان له کلیمې سره مخالف دي، هغوی د پاکستان او ایران جاسوسان دي، د دوی ځای افغانستان نه دی، دوی باید اسلام آباد او تهران ته ولاړ شي.

د جرګې یوې بلې غړې مېرمن ارین یون هغه څوک چې د افغان له کلیمې سره مخالف دي، خو په حقیقت کې د افغانستان نه دي بلکې د افغانستان د خلکو د مېلمه پالنې له مخې دلته کډوال دي.

آغلې یون و ویل، چې د اجرائیه ریاست پوست هم غیر قانوني دی او څوک به یې غوښتنې ته پام ونه کړي، بلکې د افغانستان خلک به اجازه ورنکړي، چې له خلکو د تذکرو د اخستلو حق واخلي.
 
د جرګې یو بل تن غړي عبدالقادر ځاځي وطن دوست و ویل، څوک چې د افغان له کلیمې سره ضد دي او د افغانستان له پاره د خراسان د نامه غوښتونکي دي، هغوی د افغانستان نه دي، بلکې په جعلي هویت باندې یې د افغانستان ولسي جرګې ته لار موندلې ده.

نوموړي و ویل، چې د ولسي جرګې یو شمېر غړو په همدې تړاو یو وړاندیز چمتو کړی، تر څو کسانو پر وړاندې پلټنې وکړي او په جرګه کې د هغوی عضویت سلب کړي.

د ولسي جرګې دغه غړي زیاته کړه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ټاکنو د شکایاتو کمېسیون هم باید په دې برخه کې جدي وي او هغه چې نه غواړي په تذکره کې یې د افغان کلیمه راشي، د نوم لیکنې اجازه دې نه ورکوي.

باید و ویل شي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې پنشنبې د غوايي ۱۳ مه په رسمي ډول د برېښنايي پېژندپانې په اخستلو سره دغه لړۍ پیل کړه، خو د ولسمشر له دې اقداما څو ساعته وروسته د حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله ورسره مخالفت څرګند کړ او دا یې یوه غیر مشروع پروسه وبلله.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي