ولسي جرګه بیا امنیتي چارواکي د استخواب له پاره ورغواړي

12 ثور 1397 ساعت 16:03

ولسي جرګې پتېیلې، یو ځل بیا د امنیتي بنسټونو چارواکي او دغه راز د نفوس د احوالو او ثبت ادارې مسؤولین د جرګې تالار ته وروغواړي.


 ولسي جرګې پتېیلې، یو ځل بیا د امنیتي بنسټونو چارواکي او دغه راز د نفوس د احوالو او ثبت ادارې مسؤولین د جرګې تالار ته وروغواړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي د نن چهارشنبې د غویي ۱۲ مې په غونده کې و ویل، چې د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې د بهیر، او دغه راز د تذکرو په برخه کې ګڼ شکایتونه او اندېښنې د جرګې غړو ته رسېدلې او وکیلان یې د امنیت په اړه اندېښمن دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د ټاکنو د شفافیت له پاره امنیت خورا مهم دی، نو ځکه جرګې پرېکړه کړې، چې د راتلونکې دوشنبې د غوايي ۱۷ مه نېټه باندې امنیتي چارواکي او د پېژندپاڼو د وېش ادارې مسؤولین وروغواړي، څو د وکیلانو سوالونو او اندېښنو ته ځواب و وايي.

هغه وايي، داسې ویل کېږي، چې لا هم ځینو غرنیو سیمو ته لا هم ټاکنیز مواد نه دي رسېدلي، او د ټاکنو خپلواک کمېسیون ادعا کړې، چې په دې برخه کې یې څو څلې امنیتي ادارو ته مکتوبونه هم لېږلي، خو هغو ورسره مرسته نه ده کړې.

دغه راز د ولسي جرګې رییس زیاته کړه، چې د امنیتي ارګانونو چارواکي د طالبانو د خندق په نوم د پیل شویو عملیاتو په خاطر هم د پوښتنو د ځوابونو له پاره ورغوښتل کېږي.

په ورته وخت کې یو شمېر استازو د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې د بهیر پر پځوالي او دغه راز پر تذکرو د سټېکر لګولو ستونزو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې د دغه ستونزې له پاره باید حل لار پيدا کړای شي.

په جرګه کې د نیمروز استازې فریدې حمیدي د دغه و د احصایې پر رییس تور پورې کړ، چې د پېژندپانو د وېش اړینو توکي کور ته ورسره وړي او تر سهار پورې زر جعلي تذکرې جوړوي.

هغه و ویل، چې یو کس ان درې جعلي تذکرې هم تر لاسه کړې او سټېکر هم پرې لګول شوي، ولې تر اوسه یې په اړه هېڅ ډول پلټنه نه ده شوې.

د جرګې یو بل غړي عثماني فراهی بیا و ویل، چې پر تذکرو د سټېکر لګول بلا تشنبې کوم قراني ټکی نه دی، چې تغیر په کې نشي راتلای، بلکې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اصلي تذکرې د رایې ورکولو معیار وټاکي او دغه ستونزې ته د پای ټکی کېږدي.

نوموړي و ویل، چې که اصلې پېژند پانې معیار وګرځول شوي له یوې خوا به پروسه اسانه شوې وي او له بلې خوا به د خلکو د امنیت تضمین شوی وي.

خو ولسي جرګې رییس و ویل، چې دغه پروسه یو ځانګړي پروسیچر لري او که چېرته د جرګې غړي غواړي نو تالار ته دې رسمي وړاندیز وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 


د مطلب کود: 103878

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103878/

جمهور
  https://www.jomhornews.com