۰

ترکیه په هرات او کندهار کې قونسلګرۍ پرانیزي

یکشنبه ۹ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۱۶
په کابل کې د ترکیې سفیر اوزان آرطغرل وايي، هېواد یې په پام کې لري، چې د افغانستان په هرات او کندهار ولایتونو کې هم خپلې قونسلګرۍ پرانیزي.
ترکیه په هرات او کندهار کې قونسلګرۍ پرانیزي
په کابل کې د ترکیې سفیر اوزان آرطغرل وايي، هېواد یې په پام کې لري، چې د افغانستان په هرات او کندهار ولایتونو کې هم خپلې قونسلګرۍ پرانیزي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اوزان آرطغرل دغه څرګندونې نن یک شنبې د غوايي ۹ مه د هرات له والي محمد آصف رحیمي سره په کتنه کې کړې دي.

د ترکیې سفیر ویلي ډېر ژر به په هرات او کندهار ولایتونو کې هم د ترکیې قونسلګرۍ پرانستل شي، چې په پرانیستل کېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري پراخه او هم به د هرات او استانبول ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل شي.

باید و ویل شي، چې په اوس وخت کې په افغانستان کې د ترکیې یوه قونسلګري په مزار شریف کې فعاله ده.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي