د پاکستان د پوخ مشر جنرال قمر جاوید باجوه مسکو ته په رسمي سفر تللی او هلته یې له روسي چارواکو سره د دوه اړخیزه اړیکو په پراختیا خبرې اترې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د پوخ د عامه اړیکو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې جنرال باجوه مسکو ته رسېدلی او د روسیې د ځکمني پوځ له قوماندان جنرال اوليګ ساليوکوف سره یې په کرملین کې ليدلي دي.
په خبرپانه کې ویل شوي، چې باجوه د پوځونو په کچه د اړیکو پر پراخولو ټېنګار وکړ او ويې ويل چې روسيې د سیمې په پېچلو حالاتو کې مثبت رول لوبولی دی.
د پاکستان د پوخ مشر پر داسې مهال روسیې ته سفر کوي، چې تر ده وړاندې د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار ناصر خان جنجوعه هم دغه هېواد ته تللی وو.
باید و ویل شي، چې په دې وروستیو کې د پاکستان او روسیې اړیکې د پخوا په پرتله ډېرې سره نېږدې شوې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل