۰
د مشرانو جرګې رییس:

حکومت دې د پاکستاني ځواکونو د یرغل پر وړاندې سرحدي خلک مسلح کړي

سی شنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۱۶
د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار پر افغان حکومت غږ وکړ، چې د پاکستاني ځواکونو د یرغل او تېریو پر وړاندې د سرحدي سیمو خلک پر وسلو سمبال کړي.
حکومت دې د پاکستاني ځواکونو د یرغل پر وړاندې سرحدي خلک مسلح کړي
د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار پر افغان حکومت غږ وکړ، چې د پاکستاني ځواکونو د یرغل او تېریو پر وړاندې د سرحدي سیمو خلک پر وسلو سمبال کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مسلم یار نن سه شنبې د وري ۲۸ مه د سنا په عمومي غونډه کې د پاکستاني ځواکونو د یرغل پر وړاندې د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ د اوسېدونکو مېړانه وستایله.

هغه و ویل، چې د ځاځي میدان مېړني ولس د خپلو امنیتي ځواکونو تر څنګ په مېړانه د پاکستاني پوځیانو او پنجابي سرتېرو یرغل ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړ.

ښاغلي مسلم یار له افغان حکومته وغوښتل، چې د پاکستاني ځواکونو د یرغل د مخنیوي له پاره د سرحدي سیمو خلک د امنیتي ځواکونو په چوکاټ کې په وسلو سمبال کړي تر څو له خپلې خاورې په مېړانه دفاع وکړي.

د سنا یو بل تن غړي لطیف ژوندي و ویل، چې د ځاځي میدان ولس په یوه کلاشنکوف په مېړانې سره له خپلې خاورې دفاع وکړه او پنجابیانو ته یې غاښ ماتونکی ځواب ورکړ، خو حکومت ته ښايي، چې د سیمې خلکو ته درنې وسلې هم ورکړي تر څو له خپلې خاورې دفاع وکړي.

دغه راز نوموړي له حکومته دا غوښتنه هم وکړه تر څو په خوست کې یو څلور لارۍ د دغه پېښې د شهیدان چې له هېواده په دفاع یې سر قرباني کړ جوړ کړي.

خو د سنا مجلس یوې بلې غړې فوزیې سادات د افغانستان، امریکا او ناټو امنیتي تړون ته په اشارې سره و ویل، چې د بهرنی یرغل پر وړاندې باید بهرني ځواکونه هم د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

نوموړي و ویل، چې حکومت باید په امریکا او ناټو فشار راوړي تر څو د دغه ډول تېریو پر مهال د افغان ځواکونو تر څنګ ودېږي او پر پاکستان فشار راوړي.

باید و ویل شي، چې د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې دوه ورځې وړاندې وروسته له هغې افغان امنیتي ځواکونه او پاکستاني پوځیان په جګړه کېوتل، چې پاکستاني ځواکونه له صفري نقطې راتېر او د یوې سرتېژیکې سیمې د نیولو هڅه یې کوله.

افغان ځواکونو او د ځاځي میدان ولسوالۍ اوسېدونکو د پاکستاني پوځیانو د دغه کار مخنیوی وکړ، چې پاکستان ځواکونو پر وسله وال برید لاس پورې کړ او افغان ځواکونو یې هم پر وړاندې ځواب برید پیل او نښته رامنځ ته شوه.

په دغه نښته کې یو افغان پوله ساتی او دوه ولسي وګړي شهیدان شول، خو د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې پنځه پاکستاني سرتېري و وژل شول، ۷ تنه ټپیان او درې تنه یې افغان ځواکونو ژوندي ونیول.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي