نامعلومه وسله والو ننګرهار کې یوه ښوونځي ته اور ورته کړی

21 حمل 1397 ساعت 11:13

د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکي وايي، نامعلومه وسله والو کسانو په دې ولایت کې یوه ښوونځي ته اور اچولې خو ټول نه دی سوځېدلی.


د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکي وايي، نامعلومه وسله والو کسانو په دې ولایت کې یوه ښوونځي ته اور اچولې خو ټول نه دی سوځېدلی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره نن سه شنبې د وري ۲۱ مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پېښه تېره شپه د دې ولایت په مومند درې ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نامعلومه وسله والو کسانو په یاده ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته اور ورته کړی، چې وروسته د سیمې د خلکو له خوا ژر ګل کړای شوی دی.

په ورته وخت د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند محمد اصف شنیواری وایي، ناپېژانده وسله والو د مومند درې ولسوالۍ کې د هزار ناو لېسې ته اور اچولی وو.

نوموړی وايي چې د لېسې اړوند ځینې اسناد سوځېدلي او اور د ځايي خلکو په مرسته ژر مړ شوی دی.
تر اوسه د دې پېښې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 


د مطلب کود: 103159

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103159/

جمهور
  https://www.jomhornews.com