۰
د کابل پوهنتون رییس:

ډېر ژر به د دغه پوهنتون په تحصلي نصاب کې ژور بدلون راشي

دوشنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۷
د کابل پوهنتون رییس وايي، په دغه پوهنتون کې پخوانی او له کاره لوېدلی تحصلي نصاب نور د منلو نه دی او ډېر ژر به په کې ژور بدلون راشي.
ډېر ژر به د دغه پوهنتون په تحصلي نصاب کې ژور بدلون راشي
د کابل پوهنتون رییس وايي، په دغه پوهنتون کې پخوانی او له کاره لوېدلی تحصلي نصاب نور د منلو نه دی او ډېر ژر به په کې ژور بدلون راشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې حمیدالله فاروفي چې نن دوشنبې د وري ۲۰ مه یې د کابل پوهنتون د غوره زدکړیالانو د فارغت په دوهمه غونده کې وینا کوله ټینګار وکړ، چې د کابل پوهنتون په تحصلي نصاب کې باید د ټولنې اړتیاو ته په پام سره بنسټیز بدلون ورکړای شي.

نوموړي و ویل، چې د جګړو او ورانیو له امله د هېواد په ټولو پوهنتونو په ځانګړي ډول په کابل پوهنتون کې تصحلي نصاب په همغه شکل پاتې دی او هېڅ بدلون په کې نه دی راغلی، چې دا څه د پوهنتونو له جدي ستونزو څخه شمېرل کېږي.

د کابل پوهنتون رییس وايي، د دې تحصلي نصاب د بدلون له پاره په لوړه کچه لوی پروګرامونه او کړنلارې په پام کې نیول شوې، چې په پلي کېدو سره به یې په نړیوالو او د ټولنې له اړتیاو سره سم نصاب رامنځ ته شي.

هغه ټینګار وکړ، چې نور د پلرونو پخواني لکچر نوټونه، چې له څو لیسیزو برابر شوي او په تحمیلي توګه محصلینو ته ورکول کېدل، د منلو نه دي او باید پر ځای یې له ورځې سره سم معیاري او کیفیت لرونکی نصاب ځای ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي