۰

اتمر او ویلز د افغانستان پر سیاسي او امنیتي حالاتو خبرې کړې دي

دوشنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۰
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او د امریکا د بهرنیو چارو وزرات مرستلې الس ویلز د افغانستان پر سیاسي او امنیتي حالاتو خبرې کړې دي.
اتمر او ویلز د افغانستان پر سیاسي او امنیتي حالاتو خبرې کړې دي
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او د امریکا د بهرنیو چارو وزرات مرستلې الس ویلز د افغانستان پر سیاسي او امنیتي حالاتو خبرې کړې دي.

د ملي امنیت شورا وايي، مېرمن ولیز چې کابل ته په سفر راغلې د ملي امنیت له سلاکار سره یې د هغه د کار په دفتر کې وکتل.

د ملي امنیت شورا نه خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو د افغانستان او سیمې پر وروستيو سیاسي او امنیتي حاالاتو خبرې وکړې.

خبرپاڼه زیاتوي، د ملي امنیت سلاکار په خپلو خبرو کې و ویل، چې د افغانستان د سولې له بهیره په سیمه ییزه او نړۍ واله کچه ملاتړ شته او په دې برخه کې رامنځته شوې سیمه ییزه او نړیواله اجماع مهم فرصت دی.

په ورته وخت کې ویلز د افغان دولت له پالیسیو او پرمختګونو ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې د سولې له پاره سیمه ییزې او نړۍ والې اجماع ته د مثبت مسیر ورکول مهم دي.

باید و ویل شي، چې ويلز کابل ته تر سفر مخکې پاکستان ته تللې وه او د دغه هېواد له مشرانو سره يې پر افغان سولې خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي