سرپل کې ۶ سیمه ییز پولیس وژل شوي دي

19 حمل 1397 ساعت 15:09

په شمال کې امنیتي چارواکي وايي، په سرپل ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې ۹ سیمه ییز پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


په شمال کې امنیتي چارواکي وايي، په سرپل ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې ۹ سیمه ییز پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سرپل امنیتي چارواکي زیاتوي، چې طالبانو تېره شپه د سیدآباد کلي کې د سیمه ییزه پولیسو پر یوې پوستې برید کړی.

د سرپل د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونيار اسد الله حبيبي د طالبانو په دې برید کې ٦ سیمه ییز پوليس وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا وسله والو طالبانو په دې حمله کې له لیزر لرونکو وسلو څخه ګټه اخیستې ده.

جمهورخبري آژانس:سرپل
 
 
 


د مطلب کود: 103090

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103090/

جمهور
  https://www.jomhornews.com