۰

جوزجان کې د داعش ډلې مشر وژل شوی دی

شنبی ۱۸ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۵
په شمال کې د افغان پوځ چارواکي وايي، په جوزجان ولایت کې د داعش وسله والو مشر قاري حکمت په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.
جوزجان کې د داعش ډلې مشر وژل شوی دی
په شمال کې د افغان پوځ چارواکي وايي، په جوزجان ولایت کې د داعش وسله والو مشر قاري حکمت په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

د جمهور آزانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو له خوا نن شنبې د وري ۱۸ مه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې قاري حکمت د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ په سردره سیمه کې وژل شوی دی.

په خبرپانه کې ویل شوي، چې قاري حکمت په جوزجان کې د داعش وسله والو مشر و او د تېرې پنشنبې په ورځ له خپل یوه ملګري سره یو ځای په هوايي برید کې وژل شوي دي.

خبرپاڼه دا هم وايي، چې د قاري حکمت تر وژل کېدو وروسته مولوي حبیب الرحمان په جوزجان کې د داعش مشر ټاکل شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې مولوي حبیب الرحمن د بلخ ولایت د شولګرۍ ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی.

داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:شمال
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي