۰

سرپل ولایت کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۰ وسله وال وژل شوي

چهارشنبه ۱۵ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۱
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په سرپل ولایت کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې ۱۰ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
سرپل ولایت کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۰ وسله وال وژل شوي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په سرپل ولایت کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې ۱۰ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن چهارشنبې د وري ۱۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو د سرپل ولایت په جیره خانه او خان تختې په سیمو کې عملیات پیل کړي.

سرچینه وایي، د ولید ۳ تر نامه لاندې دغه عملیاتو کې د قاري امین په ګډون چې د وسله والو یو سیمه ییز قوماندان دی ۱۰ وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې عملیاتو کې یو میل وسله او څلور عرادې موټرسایکلونه هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې او دغه راز د مخالفینو دوه مهمې خځې له منځه وړل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په جوزجان ولایت کې بیا د ۱۰ داعش وسله والو د وژل کېدو او پنځو نورو د ټپي کېدو خبرورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:شمال
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي