۰

د امریکا د کانګرس یو پلاوی کابل ته راغلی

پنجشنبه ۹ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۰
د امریکا د سنا مجلس یا ګانګرس د غړو یو پلاوی کابل ته راغلی او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یې له افغانستان سره پر مرستو ټینګار کړی دی.
د امریکا د کانګرس یو پلاوی کابل ته راغلی
د امریکا د سنا مجلس یا ګانګرس د غړو یو پلاوی کابل ته راغلی او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یې له افغانستان سره پر مرستو ټینګار کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه امریکايي پلاوی نن پنشنبې د وري ۹ مه کابل ته راغلی او له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله او نورو افغان چارواکو سره یې کتلي دي.

د ګانګرس د دغه پلاوي مشر سناتوره نانسي پلوسي کوي او د افغان حکومت له مشرانو سره یې په خبرو کې له افغانستان سره د ترهګرۍ د مخنیوي په برخه کې د امریکا په دوامداره مرستو ټینګار کړی دی.

ولسمشر غني له دغه امریکايي پلاوی او له افغانستان سره د امریکا او د دغه هېواد د کانګرس له همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان او سیمې له پاره د امریکا نوې ستراتېژۍ په سیمه کې مثبت بدلونه راوړي دي.

ښاغلي غني ویلي، چې د دغه مثبتو بدلونو په رامنځ ته کېدو سره نن تر بل هر وخت نېږدې دی، چې خپلو اهدافو ته ورسېږي.

افغان ولسمشر زیاته کړې، چې له ولسي نظام څخه پرته په افغانستان کې بل نظام پایله نه لري او خلک هم یو غښتلی ولسي نظام غواړي.

ولسمشر په خپلو خبرو کې ټنګار کړی، چې افغان حکومت راتلونکو پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو او ولسمشریزه ټاکنو ته ژمن دی او دغه ټاکنې به هرومرو تر سره شي.

په ورته وخت کې د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله هم په بېلا بېلو برخو کې د امریکا له مرستو او همکاریو مننه کړې او دا همکارۍ د دښمن په ځپلو او ګډ هدف ته د رسېدو په برخه کې ګټورې بللې دي.

د امریکا د ګانکرس غړې نانسی پلوسي په خپلو خبرو کې ویلي، چې د امریکا متحده ایالت د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دي او د افغانستان د یوه ستراتېژیک ملګري په توګه به تل ورسره پاتې وي.

په دې ناسته کې دواړه لوري د افغان سولې، په بېلا بېلو برخو کې د ښځو پر ګډون، اقتصادي پرمختګ، پانګونې،  خصوصي سکتور پر رول، صادراتو وارداتو، ترانزیټ، سیمه ییزه همکاریوو، د بنسټیزه سیمه ییزه پروژو پر پلي کېدو، ټاکنوو، د اداري فساد او نشه يي توکو سره پر مبارزې خبرې اترې شوې دي.

کابل ته دغه امریکايي پلاوی پر داسې مهال سفر کوي، چې تېره ورځ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي په یوه سفر اسلام آباد ته تللې او له پاکستان سره به د ترهګرۍ د مخنیوي پر سر خبرې اترې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي