۰
فیدریکا موګیرني:

اروپايي ټولنه د افغان سولې لپاره هر ډول مرستې ته تیاره ده

سی شنبه ۷ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۸
د اروپايي ټولنې استازې فیدریکا موګیرني وايي، اروپايي ټولنه د افغانستان د سولې له پروسې سره هر ډول سیاسي او تخنیکي مرستې ته چمتو ده.
اروپايي ټولنه د افغان سولې لپاره هر ډول مرستې ته تیاره ده
د اروپايي ټولنې استازې فیدریکا موګیرني وايي، اروپايي ټولنه د افغانستان د سولې له پروسې سره هر ډول سیاسي او تخنیکي مرستې ته چمتو ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې آغلې موګیرني دغه څرګندونې نن سه شنبې د وري ۷ مه د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې د افغان سولې په تړاو جوړې شوې غونډې ته د وینا په ترڅ کې وکړې.

نوموړې له نړیوالې ټولنې او د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان د سولې لپاره په ګډه کار وکړي او په وینا یې که که په ګډه کار وشي او د ټولو موخه یوه وي، نو په افغانستان کې د ثبات راتګ او سوله به اسانه شي.

نوموړې، چې د اروپايی ټولنې په استازیتوب په دې غونده کې ګډون کړی دی د افغان سولې لپاره د ولسمشرغني طرحه وستایله او له هغې یې ملاتړ اعلان کړ.

آغلې موګیرني و ویل، چې اروپايي ټولنه د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې سره هر ډول سیاسي او تخنیکي مرستې ته تیار ده.

هغې زیاته کړه، چې اروپايي ټولنه له سوله ییزې لارې د جګړو په له منځه وړلو کې پراخه تجربه لري او دغه تجربې به هم له افغان حکومت سره شریکې کړي.

د اروپايي ټولنې استازې وايي، په افغانستان کې روانه جګړه یوازې د خبرو له لارې حل کېږي او په ښکېلو خواوو یې غږ وکړ، چې له جګړې لاس واخلي او د سولې لار غوره کړي.

موګیرني و ویل، که د سولې خبرې پایله ورکړي، نو دوی تیار دي، چې له تور لېست د طالب مشرانو په لرې کولو کې همکاري وکړي.

دغه راز هغې زیاته کړه، چې که سوله وشي، اروپايي ټولنه چمتو دهو چې له هغه وروسته له افغانستان سره په بېلو برخو کې مرستو ته ادامه ورکړي.

باید و ویل شي، چې د تاشکند له غونډې او افغان حکومت د سولې له طرحې ملګروملتونو هم خپل ملاتړ څرګند کړی او د دغه ټولنې عمومي مشني انتونیو ګوتیریش ویلي، چې د افغان سولې په تړاو رامنځ ته شوي طايي فرصتونه باید ضایع نه شي.

د یادونې وړ ده، چې په تاشکند کې د افغان سولې په تړاو غونده کې د ازبکستان او افغانستان ولسمشرانو هم ویناوې وکړې او ټاکل شوې د غونډې په پای کې په ګډه یوه اعلامیه هم خپره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي