۰

هرات کې ترافیکي پېښې ۱۲ تنه ټپیان کړل

سی شنبه ۷ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۳
سیمه ییز چارواکي وايي، د هرات – کندهار پر لویه لار د هرات ولایت اړوند سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.
هرات کې ترافیکي پېښې ۱۲ تنه ټپیان کړل
سیمه ییز چارواکي وايي، د هرات – کندهار پر لویه لار د هرات ولایت اړوند سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار سه شنبې د وري ۷ مه د هرات- کندهار پر لویه لار د هرات ولایت د کوه زور ولسوالۍ په اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې.

د هرات د والي ویاند جیلانی فرهاد وايي، پېښه د دوه مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله رامنځ ته شوې، خو دا چې څه ډول موټر و جزیات یې نه دي ورکړي.

دی زیاتوي، چې په دغه پېښه کې د درې مېرمنو او دوه ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه ټپیان شوي، چې د درملنې په موخه د هرات روغتون ته وړل شوي دي.

د هرات د والي ویاند زیاته کړې، چې په ټپیانو کې د ۷ تنو روغتیايي حالت ښه نه دی.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي