۰

پر کابل د تاجکستان واردادتي برېښنا پرې شوې ده

دوشنبه ۶ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۱
د برېښنا شرکت تایید کړې، چې پر پلازمېنه کابل د تاجکستان وارداتي برښنا د برېښنا ستنې د چپه کېدو له امله پرې شوې ده.
پر کابل د تاجکستان واردادتي برېښنا پرې شوې ده
د برېښنا شرکت تایید کړې، چې پر پلازمېنه کابل د تاجکستان وارداتي برښنا د برېښنا ستنې د چپه کېدو له امله پرې شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد شرکت ویلي پر کابل برېښنا هغه مهال پرې شوه، چې نامعلومه وسله والو کسانو په بغلان ولایت کې د دغه برېښنا یوه ستنه له منځه وړې.

د برېښنا شرکت نن دوشنبې د وري ۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د وارداتي برېښنا یو پایه د بغلان ولایت په کیله ګي سیمه کې د نامعلومه وسله والو خوا ویشتل شوې.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د هېواد، سولې، سوکالۍ امنیت او د خلکو د هوساینې دښمنانو تېره شپه دغه د برېښنا پایه د ماین په واسطه له منځه وړې ده.

خو سرچینې زیاته کړې، چې دا مهال د برېښنا تخنیکي کارکوونکي د امنیتي ځواکونو پر مټ سیمې ته رسېدلي او تر څو ساعتونو پورې به د دغه ستنې د جوړېدو چارې پيل شي.

پر کابل د تاجکستان وارداتي برېښنا پر داسې مهال پرې کېږي، چې وسله والو طالبانو له تېرو څو ورځو راهیسې ګواښ کاوه، چې که د بغلان د برېښنا ستونزه حل نه شي نو دوی به پر کابل برېښنا پرې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي