۰

د کرکټ نړیوال شورا بیا پر شهزاد بندیز لګولی

پنجشنبه ۱۷ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۱۳
د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي د ۲۰۱۹ نړیوال جام په غوراوي لوبو کې د افغانستان تکړه توپ وهونکی او ویکټ ساتونکی محمد شهزاد له ددوه لوبو منع کړی دی.
د کرکټ نړیوال شورا بیا پر شهزاد بندیز لګولی
د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي د ۲۰۱۹ نړیوال جام په غوراوي لوبو کې د افغانستان تکړه توپ وهونکی او ویکټ ساتونکی محمد شهزاد له ددوه لوبو منع کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې آی سي سي تېره ورځ د کب ۱۶ مه دغه اعلان کړی او ویلي یې دي، پر شهزاد یې ځکه بندیز لګولی، چې هغه له زمبابوې سره په لوبه کې تر سوځېدو وروسته مرورتیا ښودلې وه.

د کرکټ نړیوال شوې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه عمل د کرکټ د نړیوالو قوانینو خلاف دی نو ځکه شهزاد له راتلونکو دوه لوبو منع شوی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي د کرکټ نړیوالې شورا د قوانیو سره سم شهزاد ته یو منفي (Demerit) پواینټ ورکړل شو او دا چې محمد شهزاد ته تر دې مخکې هم درې منفي (Demerit) پواینټونه اخیستي وو، نو د قوانینو سره سم د څلورو (Demerit) پواینټونه په درلودو سره د دوو لوبو لپاره له بندیز سره مخ شو.

نوموړی به د نړیوال جام د غوراوي پړاو سیالیو په لړ د افغانستان په راتلونکو دوو لوبو کې چې د هانګ کانګ او نیپال پر وړاندې ترسره کېږي، ونه لوبیېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ هم پر شهزاد بندیز تایید کړی دی او افسر ځاځی یې د پاتې سیالیو لپاره زمبابوی ته دلیږلو اعلان کړی دی.

کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې، افسر د اصغر ستانکزي پر ځای نن زمبابوی ته تللی دی.

دیادونې وړ ده، چې تیر کال هم د ممنوعه درملو د خوړلو په جرم پر شهزاد یو کل بندیز لګیدلی و، چې تیره میاشت پای ته ورسېد.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي