۰
روسیه:

امریکا د له اور سره لوبې نه کوي، د سوريې ارضي تمامیت ته دې احترام وکړي

دوشنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۳۰
روسیې په امریکا غږ کړی، چې د سوریې ارضي تمامیت او حاکمیت ته پوره احترام ولري او پر دغه هېواد دې د تېري هڅه نه کوي.
امریکا د له اور سره لوبې نه کوي، د سوريې ارضي تمامیت ته دې احترام وکړي
روسیې په امریکا غږ کړی، چې د سوریې ارضي تمامیت او حاکمیت ته پوره احترام ولري او پر دغه هېواد دې د تېري هڅه نه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې امریکا په سوریه کې له اور سره لوبې نه کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې په سوریه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې نه د امریکا موخه او هدف د دې هېواد ټوټې کول دي، چې په وینا یې دا له اور سره د امریکا لوبه ده.

هغه دغه راز امریکا په سوریه کې له کردانو نه پر ناوړه ګټه اخیستنې تورنه کړه، چې په خبره یې په دې کار سره غواړي د سوریې ارضي تمامیت کمزوری کړي.

ده ویلي، امریکا دې دا خبره چې وایي، موږ د سوریې له ارضي تمامیت او خلکو نه د دفاع په موخه په دې هېواد کې د ترهګرۍ ضد جګړه کوو، په عمل کې ثابته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي