سیمه ییز چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والو له خوا د تښتول شویو کسانو یو ډلییز قبر په اچین ولسوالۍ کې موندل شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن دوشنبې د سلواغې ۳۰ مه جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې په دغه قبر کې د ۹ تنو جسدونه موندل شوي دي.
نوموړي و ویل، چې داعش وسله والو یو نیم کال وړاندې د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ د سه پای له سیمې څخه د سیمې ۱۲ تنه اوسېدونکي له ځان سره وړي وو.
دی وایي، د اعش له خوا دغه تښتول شوي کسانو له ډلې ۹ تنه یې وژل شوي، چې د جسدونو ډلییز قبر یې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې موندل شوی دی.
په ورته وخت کې د کوټ ولسوال سیدرحمان هم د دغه خبر د پخلي تر څنګ وايي، دا هغه ۱۲ قومي مشران او د سیمې اوسېدونکي و، چې یو نیم کال وړاندې داعش وسله والو تښتولي و.
دی وايي، د ۹ تنو جسدونه له دغه ډلییز قبر څخه را ایستل شوي، چې د سر په برخه کې په ډزو ویشتل شوي دي، خو درې تنه یې لا هم لادرکه دي.
ویل کېږي، چې د دغه کسانو خاورو ته د سپارلو مراسم نن په کوټ ولسوالۍ کې تر سره کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل