۰
حنا رباني کهر:

پاکستان ته د امریکا او هند تر اړیکو د افغانستان سره اړیکې مهمې دي

دوشنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۷
د پاکستان د بهرنیو چارو وزرت پخواني وزیره حنا رباني کهر وايي، پاکستان باید له افغانستان سره اړیکو ته لومړیتوب ورکړي او خپلې اړیکې ورسره ښې کړي.
پاکستان ته د امریکا او هند تر اړیکو د افغانستان سره اړیکې مهمې دي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزرت پخواني وزیره حنا رباني کهر وايي، پاکستان باید له افغانستان سره اړیکو ته لومړیتوب ورکړي او خپلې اړیکې ورسره ښې
مېرمن کهر ویلي« د سیمې له هیوادونو، په ځانګړي ډول له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو له پراختیا پرته ادعا نه شو کولی چې پاکستان په بهرنۍ پالیسي کې سم لور ته روان دی.»
کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن کهر ډان نیوز تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې پاکستان ته له افغانستان سره د اړیکو ښه کېدا د پاکستان لپاره د امریکا او هند تر اړیکو مهمه ده.

نوموړې د پاکستان پر اوسنۍ بهرنۍ پالیسي نیوکه وکړه او  د پاکستان بهرنۍ پالیسي د خواشینۍ وړ وبلله.

مېرمن کهر ویلي« د سیمې له هیوادونو، په ځانګړي ډول له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو له پراختیا پرته ادعا نه شو کولی چې پاکستان په بهرنۍ پالیسي کې سم لور ته روان دی.»

د پاکستان
د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر وايي د دې پالیسۍ له کبله نه یوازې له هند سره د پاکستان اړیکې لا زیاتې ترینګلې شوي؛ بلکې پاکستان اوس له افغانستان او ایران سره هم چندان ښې اړیکې نه لري.
د بهرنیو چارو پخوانی وزیر وايي د دې پالیسۍ له کبله نه یوازې له هند سره د پاکستان اړیکې لا زیاتې ترینګلې شوي؛ بلکې پاکستان اوس له افغانستان او ایران سره هم چندان ښې اړیکې نه لري.

هغې و ویل، چې دا مهال له افغانستان سره د اختلافونو له منځه وړل او ورسره د ښو اړیکو ټینګول له امریکا او هند سره د اړیکو تر عادي کولو هم مهم دي.

په ورته وخت کې نوموړې له امریکا سره د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان همکاري یوه تېروتنه و وبلله او ویلي یې دي، چې پاکستان باید دا تېروتنه دوهم ځلي تکرار نه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي