د کابل کنفرانس او سولې په اړه مشتوري ناستې پیل شوې دي

30 دلو 1396 ساعت 9:49

د بهرنیو چارو وزارت د سولې په تړاو د کابل ناستې یا کابل کنفرانس په اړه مشورتي ناستې پیل کړې او وايي، په دې ناسته کې به د سولې او امنیت طرحه وړاندې کړي.


د بهرنیو چارو وزارت د سولې په تړاو د کابل ناستې یا کابل کنفرانس په اړه مشورتي ناستې پیل کړې او وايي، په دې ناسته کې به د سولې او امنیت طرحه وړاندې کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې چې د کابل دویمه ناسته د درېیو نړیوالو سازمانونو او تر شلو د ډېرهېوادونو استازو په ګډون، په راتلونکې اونۍ کې جوړه شي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي ویلي، چې د کابل پروسې دویمه ناسته کې به د افغان حکومت د سولې او امنیت طرحې وړاندې شي، څو د سېمې او نړۍ هېوادونه د تقابل پر ځای په افغانستان کې د ګډې همکارۍ اجماع ته لار پیدا کړي.

 په ورته مهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی د سولې پروسه کې د ښځو پر ډېر ګډون ټېنګار کوي او وایي چې ښځې د منازعاتو په حل کې مهم رول لري او د سولې په برخه کې د ښځو سمبولیکه ونډه به غیر عادلانه وي.

د کابل کنفرانس په اړه پر داسې مهال مشورتي ناستې پیلېږي، چې څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر هم په ارګ کې د یوې لویې غونډې پر مهال و ویل، چې د سولې په تړاو طرحه به د کابل په کنفرانس کې د ولس او نړیوالو سره شریکه کړای شي.

جمهورآژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 101557

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101557/

جمهور
  https://www.jomhornews.com