ډاکترعبدالله:

له نشه يي توکو سره مبارزه عملي کړنلارې غواړي

30 دلو 1396 ساعت 9:21

د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وایي، له نشه يي توکو سره مبارزه عملي کړنلارې او اقدامات غواړي، چې باید تر سره شي.


د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وایي، له نشه يي توکو سره مبارزه عملي کړنلارې او اقدامات غواړي، چې باید تر سره شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عبدالله دغه څرګندونې تېره ورځ یک شنبې (دسلواغې ۲۹) د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په ملي کمېټه کې چې مشري هم ده پر غاړه درلوده کړې دي.

په دې غونده کې له نشه يي توکو سره د مبارزې د بدیل معیشت طرحه چې څلور کلیدي برخې لري د نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت له خوا وړاندې شوه.

عبدالله په ۱۳۹۶ کال کې د نشه يي توکو د کرکیلې پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، چې په دې برخه کې د حکومت د پاتې راتلو عوامل باید وموندل شي.

نوموړي و ویل، چې د نشه يي توکو سره مبارزه د حکومت اوسني توان ته په کتو سره عملي اقدامات او کړنلارې غواړي، چې باید وشي.

عبدالله پر داسې مهال دغه څرګندونې وکړې، چې د نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت وزیرې سلامت عظیمي و ویل، چې د وزارت د سروې له مخې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې نېږدې پر ۴۰ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي او ۹ زره ټنه تریاک تولید شوي، چې د تېر کال په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي.

په دغه غونده کې پرېکړه پر دې وشوه، چې د نشه يي توکو سره د مبارزې له پاره باید د کرنې ودې، ضنعت، د کرونده ګرو محصولاتو ته د بازار موندنې، سالم کښت، د نشه يی توکو د روږدو کسانو درملنې او هغوی ته د کار موندلو زمینې باید رامنځ ته کړای شي.

په ورته وخت کې د سوداګرۍ او صنایع خونې اعلان وکړ، چې د پاڼګونې د جلبولو او د کاري فرصتونو د رامنځ ته کولو په برخه کې د نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت سره همکارۍ ته چمتو ده.

دغه راز د خصوصي سکتور له خوا هم و ویل شول، چې که حکومت د دوی ستونزو ته پاملرنه وکړي دوی به هم د نشیانو د درملنې او هغوی ته د کار موندلو په برخه کې مرسته وکړي.

جمهورخبری آژنس:کابل
 
 


د مطلب کود: 101553

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101553/

جمهور
  https://www.jomhornews.com