۰

د ترکي پوځ په عملیاتو کې ۱۷۱ ملکي سوري وګړي وژل شوي

دوشنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۰۳
د سوریې رسنۍ وايي، د عفرین په سیمه کې د ترکي پوځونو د عملیاتو له پیل څخه تر اوسه پورې ۱۷۱ ملکي سوري وګړي وژل شوي دي.
د ترکي پوځ په عملیاتو کې ۱۷۱ ملکي سوري وګړي وژل شوي
د سوریې رسنۍ وايي، د عفرین په سیمه کې د ترکي پوځونو د عملیاتو له پیل څخه تر اوسه پورې ۱۷۱ ملکي سوري وګړي وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه راز رسنیو دا هم ویلي، چې په دې عملیاتو او د ترکي ځواکونو په هوايي او توپخانيي بریدونو کې ۴۵۸ تنه ټپیان شوي هم دي.

ویل کېږي په دې عملیاتو کې ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي خو د سوریې کرد ځواکونه وايي ډېر ژر به د ترکیې د پوځي عملیاتو د مخنیوي له پاره سوري پوځیان په دې سیمه کې ځای پر ځای شي.

د کردي ځواکونو یوه لوړ پوړي قوماندان ویلي، چې د لومړي ځل له پاره د سوریې په عفرین سیمه کې د سوریې پوځ ځای پر ځای کېږي.

د سوریې عفرین سیمه ټوله د کردانو تر واک لاندې ده او هلته تر اوسه پوځ نه و ورغلی خو اوس د کردي ځواکونو یوه قوماندان ویلي له دمشق سره یې په دې توافق کړی، چې سوري پوځونه به عفرین کې ځای پر ځای شي.

دغه قوماندان زیاته کړې، چې د سوریې دولت او د سوریې دموکراتیکو ځواکونو د یک شبنې (د سلواغې ۲۹ مه) پرېړه کړې، چې سر له نن دوشبنې (د سلواغې ۳۰ مې) څخه به سوري پوځونه په عفرین کې ځای پر ځای شي.

د کردانو د یووالي دموکرات ګوند یوه مشر شیخو بلدي هم ویلي، چې د روسیې پوځ به سر له نن څخه عفرین سیمې ته داخل او ځای پر ځای شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي