۰

د سوریې پوځ په عفرین سیمه کې ځای پر ځای کېږي

دوشنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۵۷
د کردي ځواکونو یوه لوړ پوړي قوماندان ویلي، چې د لومړي ځل له پاره د سوریې په عفرین سیمه کې د سوریې پوځ ځای پر ځای کېږي.
د سوریې پوځ په عفرین سیمه کې ځای پر ځای کېږي
د کردي ځواکونو یوه لوړ پوړي قوماندان ویلي، چې د لومړي ځل له پاره د سوریې په عفرین سیمه کې د سوریې پوځ ځای پر ځای کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سوریې عفرین سیمه ټوله د کردانو تر واک لاندې ده او هلته تر اوسه پوځ نه و ورغلی خو اوس د کردي ځواکونو یوه قوماندان ویلي له دمشق سره یې په دې توافق کړی، چې سوري پوځونه به عفرین کې ځای پر ځای شي.

دغه قوماندان زیاته کړې، چې د سوریې دولت او د سوریې دموکراتیکو ځواکونو د یک شبنې (د سلواغې ۲۹ مه) پرېړه کړې، چې سر له نن دوشبنې (د سلواغې ۳۰ مې) څخه به سوري پوځونه په عفرین کې ځای پر ځای شي.

د کردانو د یووالي دموکرات ګوند یوه مشر شیخو بلدي هم ویلي، چې د روسیې پوځ به سر له نن څخه عفرین سیمې ته داخل او ځای پر ځای شي.

ویل کېږي د سوریې په عفرین سیمه کې د سوري پوځونو د ځای پر ځای کېدو موخه د ترکیې د پوځي عملیاتو مخنیوی دی.

ترکیې په دغه سیمه کې پوځي عملیات پیل کړي او وايي دا عملیات به نورو سیمو ته هم وغځوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي