۰
ننګرهار والي:

دلته داعش مات شوی او نور ګواښ نه شي پېښولای

یکشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۴۹
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وايي، په دغه ولایت کې داعش وسله وال سخت ځپل شوي او نور دغه ډله یو جدي ګواښ نه ګڼل کېږي.
دلته داعش مات شوی او نور ګواښ نه شي پېښولای
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وايي، په دغه ولایت کې داعش وسله وال سخت ځپل شوي او نور دغه ډله یو جدي ګواښ نه ګڼل کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې منګل چې نن یک شنبې د سلواغې ۲۹ مه کابل کې د یوې خبري غونډې ته خبرې کولې و ویل، چې د ننګرهار په اچین او چپرهار ولسوالیو کې داعش پراخ فعالیت درلود او ولسي وګړو ته یې سخت مالي او ځاني زیان اړولی وو.

د هغه په وینا د داعش له پراخېدو سره سم افغان امنیتي ځواکونو په دغه ولسوالیو کې د داعش پر وړاندې پراخ او سخت عملیات پیل کړل، چې په ترڅ کې یې دغه ډله سخت وځپل شوه او نور کوم جدي ګواښ نه شي جوړلای.

نوموړي زیاته کړه، چې د عملیاتو پر مهال د اچین او چپرهار ګڼې سیمې د داعش له شتون څخه پاکې شوې دي.

دغه راز هغه و ویل، چې په پچیراګام ولسوالۍ کې توره بوړه هغه سیمه وه، چې د تل به د وسله والو مخالفینو په لاس کې وه، چې په وروستیو کې داعش هم هلته ځاله جوړه کړې وه، خو افغان ځواکونه وتوانېدل، چې دغه سیمه هم تر خپل کنټرول لاندې راولي.

ده و ویل، سره له دې چې داعش سخت ځپل شوی خو لا هم په ځينو سیمو کې فعالیت لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي