۰
رباني:

جمعیت به ژر د سمنګان د والي په اړه خپل دریځ اعلان کړي

یکشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۰۵
د ملي یووالي حکومت د بهرنیو چارو وزرات سرپرست او د جمعیت ګوند رییس صلاح الدین رباني وايي، ګوند به یې ډېر ژر د سمنګان د لرې کړای شوي والي په اړه خپل دریځ اعلان کړي.
جمعیت به ژر د سمنګان د والي په اړه خپل دریځ اعلان کړي
د ملي یووالي حکومت د بهرنیو چارو وزرات سرپرست او د جمعیت ګوند رییس صلاح الدین رباني وايي، ګوند به یې ډېر ژر د سمنګان د لرې کړای شوي والي په اړه خپل دریځ اعلان کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان حکومت د سیمه ییزه ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړاندیز او د ولسمشر غني په منظورۍ د سمنګانو والي عبدالکریم خدام له خپلې دندې لرې کړ.

د والیانو د تغیر، تبدیل او لېرې کولو په برخه کې د لوګر، میدان وردګو، لغمان او کندوز والیان هم نوي ټاکل شوي دي، خو د سمنګانو والي دغه پرېکړه نه مني.

د سمنګانو لرې کړای شوي والي عبدالکریم خدام نن د یوې خبري غوڼډې پر مهال د ارګ دغه پرېکړه ناسمه بللې او ویلي یې تر هغې به خپلې دندې ته ادامه ورکوي، څو یې جمعیت ګوند او ترکمن قوم په اړه پرېکړه نه وي کړې.

د ملي وحدت حکومت د بهرنیو چارو وزیر او د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني وايي، د سمنګان والي او د جمعیت ګوند غړی عبدالکریم خدام په کار پوه او وړ شخص دی.

ښاغلي رباني پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د سمنګان ولایت د اوسېدونکو او ترکمن قوم غوښتنې ورته د اهمیت وړ دي او جمعیت ګوند به ژر تر ژره د خدام د لرې کېدو په اړه خپل دریځ اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي