اروزګان کې یوه پولیس شپږ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

29 دلو 1396 ساعت 13:32

سیمه ییز چارواکي وايي، په اروزګان ولایت کې یوه پولیس پر ولسي وګړو ډزې کړې او شپږو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، په اروزګان ولایت کې یوه پولیس پر ولسي وګړو ډزې کړې او شپږو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن یک شنبې د سلواغې ۲۹ مه د اروزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار په لومړۍ حوزه کې رامنځ ته شوې ده.

د ترینکوټ ښار د لومړۍ حوزې امر دويم څارن نظر محمد وايي، پېښه د پولیسو او ولسي خلکو تر لفظي شخړې وروسته رامنځ ته شوې ده.

نوموړي و ویل، چې تر لفظي شخړې وروسته یوه پولیس پر ملکي خلکو ډزې وکړې، چې په ترڅ کې یې یو تن وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

دی زیاتوي، چې برید کوونکی پولیس نیول شوی او دا مهال په توقیف کې دي.

د پېښې ټپیان د اروزګان ملکي روغتون ته لېږدول شوي او د روغتون ډاکتر وايي، چې روغتیايي حالت یې ښه دی.

جمهورخبري آژانس:اروزګان
 
 


د مطلب کود: 101530

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101530/

جمهور
  https://www.jomhornews.com