۰

ایران کې یوه مسافر وړونکې الوتکه لوېدلې او ۶۶ تنه مړه شوي

یکشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۲۴
د ایران د بېړنیو چارو اداره وایي، یوه ایراني مسافر وړونکې الوتکه په مرکزي ولایت اصفهان کې لوېدلې او په کې سپاره ۶۶ تنه مسافر وژل شوي دي.
ایران کې یوه مسافر وړونکې الوتکه لوېدلې او ۶۶ تنه مړه شوي
د ایران د بېړنیو چارو اداره وایي، یوه ایراني مسافر وړونکې الوتکه په مرکزي ولایت اصفهان کې لوېدلې او په کې سپاره ۶۶ تنه مسافر وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن یک شنبې په ځايي وخت سهار شاوخوا ۹ بجې د مرکزي ولایت اصفهان په سمیرم سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د ایران د بېړنیو چارو ادراې مشر پیرحسین کولیوند ویلي دغه الوتکې سهار ۸ بجې د مهرباد له هوايي ډګره پورته یاسوج ته روانه وه، چې تر ۵۰ دقیقو الوتنې وروسته رالوېدلې ده.

ویل کېږي، په دې الوتکه کې ۶۰ تنه مسافر او ۶ تنه هم د الوتکې خدمه سپاره و، چې ټول په کې وژل شوي دي.

تر اوسه د پېښې اصلي لامل معلوم نه دی، خو ویل کېږي الوتکې د دنا له غره سره ټکړ کړی او لوېدلې ده.

ایراني چارواکي وایي، سیمې ته د ژغورنې امله رسېدلې او په دې اړه پلټنې دوام لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي