۰

د پارلمان د امنیت رییس له هېواده تښتېدلی دی

شنبی ۲۸ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۳۸
د ولسي جرګې د اداري پلاوي غړي وايي، د ملي شورا یا پارلمان د امنیت مخکنی رییس له هېواده تېښده کړې او په یوه برهني هېواد کې یې د پناه غوښتنه کړې.
د پارلمان د امنیت رییس له هېواده تښتېدلی دی
د ولسي جرګې د اداري پلاوي غړي وايي، د ملي شورا یا پارلمان د امنیت مخکنی رییس له هېواده تېښده کړې او په یوه برهني هېواد کې یې د پناه غوښتنه کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پارلمان د امنیت پر رییس عبدالغفور غورځنګ په فساد تورن و، او د اداري هییت پلاوی وايي هغه تر دې تور وروسته هېواد پرېښې او تښتېدلی دی.

د ولسي جرګې د منشي ځای ناستۍ عرفان الله عرفان وايي، تازه څېړنې ښيي، چې غورځنګ له هېواده تېښته کړې او په سویډن هېواد کې یې د پناه اخستو غوښتنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، د غورځنګ د تښتېې یو دلیل پر دغه د فساد لګېدلی تور کېدای شي، خو ښايي نور دلایل هم وجود ولري، چې هغه هېواد پرېښی دی.

باید و ویل شي، چې د پارلمان د امنیت مشر د ولسي جرګې مشر عبدالغفور غورځنګ د ولسي جرګې له پاره د پېر په ۷ مواردو کې پر فساد تورن شوی دی.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د غورځنګ د تېښتې په اړه بې خبري ښودلې خو وايي، چې په دې اړه اسناد وموندل شي، نو هغه به تر عدلي او قضايي څار لاندې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي