ولسمشر غني:

د ځمکو د غصب لړۍ ته د پای ټکی ږدم او پر وړاندې هر ډول مقاومت ماتوم

26 دلو 1396 ساعت 12:53

«نور د ځمکو غصب د منلو نه دی، دغه لړۍ ته به د پای ټکی ږدم، زموږ طبیعي او نورې سرچینې یوازې د اقلیت خلکو، غلو او غاصبینو له پاره نه دي، نورې هېڅ ډول ځمکې په دولت یا کوم وزارت پورې اړه نه لري دا ټول د ولس مال دی او ولس خلکو ته به د یوه ډاډمن ملکیت د درلودلو زمینه برابروم او په دې برخه کې هر ډول مقاومت ماتوم.»


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، کلک هوډ لري، چې په افغانستان کې د دولتي او غیر دولتي ځمکو د عصب لړۍ ته د پای ټکی کېږدي او ټولې ځمکې د غاصبینو له منګولو وژغوري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن پنشنبې د سلواغې ۲۶ مه کابل کې د افغانستان د ځمکوالۍ د پراختیا نظام تر نامه لاندې غونده کې وکړې.

ولسمشر په خپلو خبرو کې و ویل، افغانستان به هله د بشپړې خپلواکۍ څښتن شي، چې د اقتصادي پلوه پر ځان بسیا او نورو د پردیو له احتیاجه خلاص شي.

ښاغلي غني و ویل« زه په دې هم باور لرم چې زموږ د خپلواکي د بشپړتیا لپاره زموږ اقتصادي ځان بسیاینه او خپلواکي، د اقتصادي خپلواکۍ لپاره د ملي عوایدو زیاتول او د ملي عوایدو زیاتولو لپاره د فساد مخنیوی، اصلاحات او ښه حکومتداري اساسي شرطونه دي.»

نوموړي زیاته کړه، چې د اصلاحاتو په هره برخه خو په ځانګړي ډول د ځمکو د غصب د لړۍ د پای ته رسېدو په برخه کې کلکه هوډ لري او ټولې هغه ځمکې چې غصب شوې د غاصبینو له منګولو به یې راخلاصې کړي.

ولسمشر وویل«نور د ځمکو غصب د منلو نه دی، دغه لړۍ ته به د پای ټکی ږدم، زموږ طبیعي او نورې سرچینې یوازې د اقلیت خلکو، غلو او غاصبینو له پاره نه دي، نورې هېڅ ډول ځمکې په دولت یا کوم وزارت پورې اړه نه لري دا ټول د ولس مال دی او  ولس خلکو ته به د یوه ډاډمن ملکیت د درلودلو زمینه برابروم او په دې برخه کې هر ډول مقاومت ماتوم.»

افغان ولسمشر په خپلو خبرو کې پر ټول ولس غږ وکړ، چې د هراړخیزه اصلاحاتو په برخه کې وروسره مرسته وکړي او دغه هوډ یې نور هم پیاوړی کړي.

دغه راز هغه د هېواد له سیاسي قشر او رهبرانو څخه غوښتنه وکړه، چې په دې حساس او تاریخي پړاو کې له کوچنیو او منفي سیاستونو ډډه وکړي او د هېواد د لویو ګټو د ترلاسه کولو لپاره لاس پر کار شي.

هغه وخت به خپلواکه و، چې اقتصادي خپلواکي ولرو او د دې له پاره باید داخلي عواید باید زیات او اصلاحات وشي، له خلک هیله لرم، چې ملاتړ یې وکړي او نقش ولوبوي.

هغه د خپلو خبرو په ترڅ کې نن د سلواغې شپږویشتمه، چې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د وروستي عسکر د وتلو له کلیزې سره سمون خوري و ویل، چې افغانانو په مېړانې سره روس ته ماتې ورکړه او سیمه او نړۍ یې د کمونېزم له شر څخه خلاصه کړه.

ولسمشر زیاته کړه لکه څنګه چې افغانانو روس ته شکست ورکړ دغسې به دا ځل ترهګرۍ ته هم ماتې ورکوي، او افغانستان، سیمه او نړۍ به د ترورېزم له شر څخه خلاصوي.

هغه پر ټولو ولس غږ وکړ، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې سره یو موتی او د افغان ځواکونو چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په لوړۍ لیکه کې ولاړ دي ملاتړ وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
 


د مطلب کود: 101435

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101435/

جمهور
  https://www.jomhornews.com