د هلمند د پوهنې ریاست او طالبانو یو توافق پاڼه لاسلیک کړې

25 دلو 1396 ساعت 10:33

ناتايید شوي راپورونه وايي، د هلمند د پوهنې ریاست د چارواکو او وسله والو طالبانو تر منځ یو تړون لاسلیک شوی، چې پر بنسټ به یې طالبان تر خپل واک لاندې سیمو کې د پوهنې پر وړاندې خنډ نه ګرځي.


ناتايید شوي راپورونه وايي، د هلمند د پوهنې ریاست د چارواکو او وسله والو طالبانو تر منځ یو تړون لاسلیک شوی، چې پر بنسټ به یې طالبان تر خپل واک لاندې سیمو کې د پوهنې پر وړاندې خنډ نه ګرځي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې اسپوتنیک په خپل یوه راپور کې ویلي، چې د دې پرېکړه لیک پر اساس طالبان به تر خپل واک لاندې سیمو کې پر ښوونځیو او مدرسو هېڅ ډول محدودیت نه وضع کوي.
په راپور کې ویل شوي، طالبان به نه یوازې د پوهنې پر وړاندې خنډ نه جوړوي، بلکې په دې برخه کې له پوهنې ریاست سره مرسته هم کوي.
 هغه توافق لیک چې دغه رسنۍ ته په لاس ورغلی په لومړی ماده کې یې طالبانو د ښوونځیو د ودانیو او درسي موادو د ګودامونو په اړه ویلي، چې دا عامه ملکیت دی او د جوماتونو ملا آمامان باید د هغو په ساتنه کې مرسته وکړي.
دغه راز په شپږمه ماده کې یې راغلي، چې د هلمند د پوهنې ریاست مکلف دی، تر څو په هغه سیمو کې چې ښوونځي شتون لري باید د ښوونځیو څانګې او یا الحاقیه ټولګي جوړ کړي.
همداسې د توافق لیک په اتمه ماده کې پر هغه موسساتو چې د پوهنې د زده کوونکو له پاره کتابونه، قرطاسیه او نور توکي مرسته کوي، غږ شوی، چې د ستونزو سره د مخ کېدو په صورت کې د طالبانو له مسؤولینو سره اړیکه ونیسي.
که څه هم تر اوسه د هلمند د پوهنې ریاست او طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې له دې طالبانو ویلي و، چې دوی د پوهنې او ښوونځیو سره ستونزه نه لري او نه یې هم مخالفت کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 101400

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101400/

جمهور
  https://www.jomhornews.com