۰
سوریې ته د فرانسوي ولسمشر ګواښ:

که مو پر ملکیانو کېمیاوي وسلې کارولې وې فرانسه به پر سوریه حمله وکړي

چهارشنبه ۲۵ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۴۵
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون اعلان وکړ، که ثبوت شي، چې سوریه کې پر ملکي وګړو کېمیاوي وسلې استعمال شوې< نو فرانسه به پر سوریه برید وکړي.
که مو پر ملکیانو کېمیاوي وسلې کارولې وې فرانسه به پر سوریه حمله وکړي
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون اعلان وکړ، که ثبوت شي، چې سوریه کې پر ملکي وګړو کېمیاوي وسلې استعمال شوې< نو فرانسه به پر سوریه برید وکړي.

 جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مکرون دغه څرګندونې پلازمېنه پاریس کې د یوې خبري غونډې پر مهال کړې او ویلي یې دي، چې فرانسې تر اوسه داسې کوم ثبوت نه دی تر لاسه کړی، چې وښيي سوریه کې د ملکي
هغه ویلي، چې د کېمیاوي وسلو کارول فرانسې ته سور خط دی او وايي،«که ثابته شي، نو ډاده اوسۍ هغه څه مې چې و ویل عملي کوم یې.»
وګړو پر ضد کېمیاوي وسلې کارول شوې.

خو وايي که ثباته شي، چې دا کار شوی او له منع شویو کېمیاوي وسلوو کار اخستل شوی نو فرانسه به پر هغه ځایونو برید وکړي، چې دغه وسلې په کې جوړې شوې دي.

هغه ویلي، چې د کېمیاوي وسلو کارول فرانسې ته سور خط دی او وايي،«که ثابته شي، نو ډاده اوسۍ هغه څه مې چې و ویل عملي کوم یې.»

د فرانسې ولسمشر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې وړاندې له دې څو څو ځلې داسې راپورونه خپاره شوي، چې ګنې د بشارالاسد حکومت پر خپلو وسله والو مخالفینو کېمیاوي وسلې کارولې، چې ډېره مرګ ژوبله یې ملکي وګړو ته اړولې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي