۰

افغان کرکټ لوبډلې درېیمه لوبه کې زمبابوې ته ماته ورکړه

چهارشنبه ۲۵ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۱۱
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځینو یا پنځوس اوریزه سیالیو د لړۍ په درېیمه لوبه کې بیا هم زمبابوې ملي لوبډلې ته ماته ورکړه.
افغان کرکټ لوبډلې درېیمه لوبه کې زمبابوې ته ماته ورکړه
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځینو یا پنځوس اوریزه سیالیو د لړۍ په درېیمه لوبه کې بیا هم زمبابوې ملي لوبډلې ته ماته ورکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوبه چې تېره ورځ سه شنبې (د سلواغې ۲۴ مه) د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې تر سره شوه، ټاس یا پچه زمبابوې لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د زمبابوې د توپ وهنې پیل تر لسم اور پورې ښه و، خو له هغې وروسته یې یو په بل پسې لوبغاړي وسوځېدل او افغان توپ اچوونکو د زمبابوې توپ وهونکي ډېرو منډو ته پرېنښودل.

زمبابوې له ټاکلو پنځوسو اورنو کې نېږدې ۳۵ اوره ولوبول خو ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل او ټولټال یې ۱۵۵ منډې هدف افغانستان ته وټاکه.

د توپ اچوونې په برخه کې راشد خان او مجیب ځدراڼ ښه ځلېدل، راشد ۵، مجیب ځدراڼ درې دولت ځدراڼ او ګلبدین نایب یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

د توپ وهنې په برخه کې د افغانستان پیل هم ښه نه وو، شهزاد محمد او احسان الله جنت ډېر ژر وسوځېدل، خو د رحمت شاه او ناصر جمال په زړه پورې ملګرتیا وکولای شول لوبه راکابو کړي.

افغانستان د لوبې په ۲۸ اور کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۸ منډې وکړې او دغه لوبه یې له زمبابوې د ۱۳۵ توپونو او ۶ ویکټو په درلودلو سره وګټله.

د توپ وهنې په برخه کې رحمت شاه، ۵۵، ناصرجمال ۵۱، محمد نبي ۱۸ ناسوځېدلې منډې وکړې.

باید و ویل شي، چې دا د افغانستان او زمبابوې تر منځ د یو ورځنیو لوبو د لړۍ درېیمه لوبه وه، چې لومړی یې افغانستان، دوهمه یې زمبابوې او درېيمه یې هم افغانستان وګټله.

تر دې وروسته یاد ټیمونه دوه نورې لوبې هم په مخ کې لري، که چېرته افغانستان څلورمه لوبه وګټي نو د دغه لړۍ جام به خپل کړي او که چېرې یې زمبابوې وګټي نو لړۍ به بیا مساوي او وروستۍ پنمه لوبه به ډېره جالبه وي ځکه هره لوبډله به یې د ګټلو هڅه کوي تر څو جام په خپل نوم کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي