د سوریې دموکراتیکو ځواکونو د ترکیې یوه بې پیلوټه الوتکه غورځولې

24 دلو 1396 ساعت 10:09

د سوریې رسنۍ وايي، د دغه هېواد دموکراتیکو ځواکونو د ترکیې یوه بې پیلوټه الوتکه د حلب ولایت په شمالي لویدیځه سیمه کې ویشتې او راغورځولې ده.


د سوریې رسنۍ وايي، د دغه هېواد دموکراتیکو ځواکونو د ترکیې یوه بې پیلوټه الوتکه د حلب ولایت په شمالي لویدیځه سیمه کې ویشتې او راغورځولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په سوریه کې د ترکي الوتکې د راغورځېدو خبر پر داسې مهال ورکول کېږي، چې د ترکیې پوځ د سوریې په ځینو سیمو کې د خپلو مخالفینو پر وړاندې عملیات پیل کړي دي.

د ترکیې پوځ ۲۴ ورځې وړاندې د زیتون د ښاخ تر نامه لاندې پوځي عملیات د سوریې له عفرین سیمې څخه پیل کړي او وايي دا عملیات به نورو سیمو ته هم وغځوي.

ترکیي رسنۍ وايي، په دې عملیاتو کې د ترکیې ۶ زره امنیتي ځواکونه برخه لري او موخه یې د ترکیې مخالفین ځپل او له منځه وړل دي.

وړاندې تر دې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي و، چې دغه عملیات به د عفرین څخه د سوریې نورو سیمو ته وغځوي او امریکا ته یې ګواښ کړی وو، چې د دوی د عملیاتو پر وړاندې خنډ نه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 101352

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101352/

جمهور
  https://www.jomhornews.com