سي این این په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د اسلامي دولت یا داعش مشر ابوبکر بغدادي په یوه هوايي برید کې سخت ټپی شوی وو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سي این این تلویزیون تېره ورځ دوشنبې (دسلواغې ۲۳) په خپل راپور کې د څو امریکايي چارواکو له قوله زیاته کړې وه چې بغدادي د تېر کال د مې د میاشتې په هوايي حمله کې ټپي شوی وو.
د راپور د معلوماتو پر بنسټ له ټپي کېدو وروسته نوموړي شاوخوا ۵ میاشتې د خپلې ډلې کنټرول په لاس کې نه درلود.
د امریکا استخباراتي ادارو سي این این ته ویلي چې بغدادي د د سوریې رقې ښار ته په یوه نژدې سیمه کې د یوه توغندي د لګېدو په نتیجه کې ټپي شو.
دوی وايي د دې خبرې پخلی د داعش نیول شویو غړیو او د سوریې شمال ته تللیو کډوالو هم کړی دی.
د امریکايي استخباراتو معلومات ښيي، چې بغدادي هومره هم نه و ټپي شوی چې ژوند یې له خطر سره مخامخ شي خو د جګړې د څارنې او قوماندې له چارو وتلی و.
جمهورخبري آژانس:کابل