ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د ملي تدارکاتو کمېسیون د وروستي غونډې په لړ کې د ۲۲،۱ میلیارډ افغانیو په ارزښت د ۱۰ نویو قراردادونو تړونونه منظور شوې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه قراردادونه پرون(د سلواغې ۲۲مه) ماښام په ارګ کې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په ناسته کې تر ارزونې وروسته تايید شوي دي.
په دغه قراردادونو کې د ولسمشرۍ ریاست د ساتنې عمومي ریاست لپاره د ۱۰ قلمه روغنیاتو د تهیې او تدارک قرارداد، د کابل ښاروالۍ د حفظ، مراقبت او کار ریاست اړوند د ګول سیخ د تهیې او تدارک قرارداد، او د عامې روغتیا وزارت اړوند د کتلوي معافیت د معلوماتو پر سم انتقال تمرکز د مشورې ورکولو، د بین الفردي اړیکو او د سلوک د تغیر مهارتونو د ترلاسه کولو په اړه د ښوونځیو د ښوونکو او صحي کارکوونکو د روزنې پروژې قرارداد شامل دي.
دغه راز له ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، د ملي تدارکاتو کمېسیون د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې لپاره د انټرنټ بندویت خدماتو وړاندې کولو قرارداد او د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست د اړتیا وړ دوه قلمه تېلو د تدارک قرارداد هم منظور کړی دی.
په دې غونډه کې چې د ملي تدارکاتو کمیسیون د رئیس او غړو ترڅنګ د ملي شورا د مالي او بودجې کمیسیونونو په ګډون، د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمیسیون، سیګار، د غوڅ ملاتړ سیستکا، د فساد ضد مبارزې شبکې او د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ ملي او بین المللي څارونکو هم حضور درلود.
جمهورخبري آژانس:کابل