د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري، چې په هېواد کې شپږ میلیونه ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین لړۍ پیل کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت وايي، دغه لړۍ به نن دوشنبې د سلواغې ۲۱ مه په ټول هېواد کې پیل شي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې د ۲۰۱۸ کال له راهیسې د پولیو د واکسین دوهمه لړۍ ده، چې پیلېږي او په ترڅ کې به یې تر ۶ میلیونه زیات ماشومان واکسین شي.
د دغه وزارت د چارواکو په خبره، د ۲۰۱۸ کال د پولیو واکسين په دې دویم پړاو کې به یوازې د هغو سيمو ماشومانو ته د پولیو واکسين ورکړل شي چې د دغه وېروس د خپرېدو له خطر سره مخامخ دي.
د عامې روغتیا په وزارت کې د پولیو د له منځه وړلو پروګرام د عامه پوهاوي برخې چارواکی میرجان راسخ وايي، دغه واکسین هغو ماشومانو ته ورکول کېږي، چې عمرونه يې تر پنځو کلونو کم دی.
نوموړي و ویل، ځینې امنيتي مسایل شته چې ښايي له امله ۶۰ زره ماشومان په دغه پړاو کې هم له پولیو ضد واکسين څخه بې برخې پاتې شي خو په وینا یې د سيمه ييزو خلکو او سپين ږيرو په منځګړيتوب او همکارۍ هڅه کوي دا شمېره راټيټه کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل