۰

د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده

دوشنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۸
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت اداره وايي، د سالنګ لويه لاره د درنې واورې ورېدنې او واورې ښويېدنې له امله د هر ډول موټرو پر مخ تړل شوې ده.
د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت اداره وايي، د سالنګ لويه لاره د درنې واورې ورېدنې او واورې ښويېدنې له امله د هر ډول موټرو پر مخ تړل شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لار، چې د هېواد پلازمېنه له شمالي ولايتونو سره نښلوي، د سلواغې په ٢١مه نېټه د واورې ورېدو او سختو توپانونو په سبب د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې وه.

د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ادارې مشر ډګر جنرال محمد رجب ويلي چې دغه لويه لاره تېره شپه د هر ډول موټرو د تګ راتګ پر مخ وتړل شوه.

د هغه په وینا له تېرې شپې تر اوسه پورې په سوېلي سالنګ کې لس ځلې واوره ښويېدلې ده.

نوموړي زياته کړه چې په سالنګونو کې واوره ورېدنه له تېرې جمعې راهيسې پيل شوې او تر اوسه دوام لري.

ده و ویل، چې په سوېلي سالنګ کې د واورې پنډوالى ١٦٧ سانتي متره او په شمالي کې بيا ١٤٥ سانتي مترو ته رسېدلى دى.

خو هغه زياتوي چې د سالنګونو د ساتنې او مراقبت رياست کارکوونکو له دې لويې لارې د واورو پاکولو کار پيل کړى دى.

جمهورخبري آژانس: کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي