۰

افغانستان له زمبابوې لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه هم وګټله

شنبی ۲۱ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۲۳
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له زمبابوې ملي لوبډلې سره د یو ورځینو یا پنځوس اوریزه لوبو لړۍ هم پیل کړه او لومړۍ لوبه یې د ۱۵۴ منډو په توپیر ترې وګټله.
افغانستان له زمبابوې لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه هم وګټله
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له زمبابوې ملي لوبډلې سره د یو ورځینو یا پنځوس اوریزه لوبو لړۍ هم پیل کړه او لومړۍ لوبه یې د ۱۵۴ منډو په توپیر ترې وګټله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوبې تېره ورځ (جمعه د سلواغې ۲۰) د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې پیل شوې.

د لوبې پچه یا ټاس افغان لوبډل مشر اصغر ستانکزی وګاټه او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو پنځوسو اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۳۳ منډې وکړې او زمبابوې ته یې ۳۳۴ منډې هدف وټاکه.

افغان لوبغاړي په توپ وهنه کې خورا ښه و، خو تر ټولو ښه په کې رحمت شاه زرمتی و، چې په ۱۰۹ توپونو یې ۱۱۴ منډې وکړې.

دغه راز نجیب الله ځدراڼ په ۵۱ توپونو ۸۱، احسان الله جنت په ۵۳ توپونو ۵۴، محمد شهزاد په ۴۰ پوتونو ۳۸ منډې او ناصر جمال بیا ۳۰ منډې وکړې.

د زمبابوې د توپ وهنې پیل هم خورا ښه و، د سر لوبغاړو یې اوږده ملګرتیا وکړه خو د هغه دواړو له سوځېدو وروسته یې لوبغاړي یو په بل پسې سوځېدل.

زمبابوې د لوبې په ۳۵ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ایله ۱۷۹ منډې وکړې او دا لوبه یې د ۱۵۴ منډو په توپیر افغانستان ته وبایلله.

د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې راشد ارمان، څلور، مجیب ځدران، ۲، محمد نبي، دولت ځدراڼ، ګلبدین نایب او رحمت شاه یو یو لوبغاړی وسوځول.

د لوبې غوره لوبغاړی رحمت شاه زرمتی شو.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان لوبډلې تر دې وړاندې له زمبابوې لوبډلې د شل اوریزه سیالیو لړۍ هم دوه پر صفر ګټلې ده.

باید و ویل شي، چې د افغانستان او زمبابوې دوهمه یوه ورځنۍ لوبه سبا یک شنبې د سلواغې ۲۲ مه په همدې شارجه لوبغالي کې شروع کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي