۰

د کابل وروستي موټر بم برید نړیوال غبرګونونه راپارولي

یکشنبه ۸ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۶
د ملګرو ملتونو امنیت شورا، اروپايي ټولنې، د ملګرو ملتونو عمومي مشني، د ناټو منشي، امریکا، برېتانیا، هند، جرمني، فرانسې، سعودي عربستان، اماراتو، ایران او پاکستان دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی.
د کابل وروستي موټر بم برید نړیوال غبرګونونه راپارولي
کابل کې د تېرې ورځې موټر بم ځانمرګي برید چې په کې ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۵۸ نور ټپیان شوي، تند نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا، اروپايي ټولنې، د ملګرو ملتونو عمومي مشني، د ناټو منشي، امریکا، برېتانیا، هند، جرمني، فرانسې، سعودي عربستان، اماراتو، ایران او پاکستان دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي مشني انتوني ګوتریش دغه برید غندلی او وايي پر ملکي وګړو برید له نړیوالو بشري حقونو سرغړاوی او د نه بښلو عمل دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم ویلي، چې د دې برید پلاوونکي، اجرا کوونکي او مالي ملاتړ کوونکي باید د عدالت منګولو ته راکش او ټول هېوادونه باید د ترهګرو پر وړاندې جدي عمل وکړي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرۍ فدریکا موګریني په یوه اعلامیه کې چې پرون ماسخوتن خپره شوه، لیکلي«دا کارونه د سولې د هڅو او د افغانانو ضد دي. اروپايي ټولنې د افغانستان له حکومت، خلکو او هغو کسانو سره چې سوله غواړي مرسته کړې او همکارۍ به جاري وساتي.»

ډونالډ ټرمپ په کابل کې د دغه خونړي برید په اړه په ځانګړي بیان کې ویلي«زه دا کرغېړنه حمله چې ګڼ شمېر بې ګناه، ملکي وګړي په کې و وژل او لسګونه کسان زخمیان شول غندم. دا قاتلانه حمله زموږ او زموږ د افغان شریکانو تعهد نوی کوي.»

د امریکا ولسمشر زیاته کړې، چې اوس باید ټول هېوادونه د طالبانو او د هغوي د ملاتړ کوونکې ترورېستي زېر بنا پر ضد پرېکنده عمل وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر محمود صیقل ویلي"  طالبانو سیمه ‎ييز بادار د افغانستان پر ښاري سیمو حملو ته شدت ورکوي او د نړیوالو دا غوښتنه ردوي چې د ترورېزم ځالې باید له‎منځه یوسي.

صیقل پر ټوېتر لیکلي«د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ښايي چې پر غندنه اکتفا ونه‎کړي او مخکې تر دې چې لا زیات ملکي افغانان ووژل شي او ټوله سیمه د اور په ګوله بدله شي باید ضروري ګامونه پورته کړي.»

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جان سون په خپله ټوېټر پاڼه دغه برید بوږنونکی بلل او ویې یې دي، چې افغانان د سولې وړ دي.

د هند ولسمشر رام ناټ ګووند پر ټوېټر لیکلي«د ترورېزم له ځواکونو سره په جګړه کې هند اوږه په اوږه د افغانستان د خلکو او حکومت ترڅنګ ولاړ دی»

د سعودي عربستان د دولتي خبري اژانس په حواله، پاچا سلمان بن عبدالعزیز ال سعود پرون ولسمشر محمد اشرف غني ته پیغام استولی او ویلي یې دي«داسې جنایت او له ګناه" ډک عمل غندي.»

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي متحده عربي امارات په کابل کې د تېرې ورځې ترهګریز برید په کلکو ټکو غندي او هغه د هر ډول اسلامي او انساني اصولو خلاف عمل بولي.

خبرپاڼه زیاتوي چې متحده عربي امارات د هر هغه برید غندنه کوي او هر هغه ترهګریز عمل غندي چې ملکي انسانان پکې وژل کېږي.

سرچینه زیاتوي چې متحده عربي امارات له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت تر څنګ ولاړ دي او د افغانستان د ثبات لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

د المان د بهرنیو چارو وزارت هم د کابل د تېرې ورځې برید غندلی او ویلي یې دي، چې هېواد یې د افغانستان او د افغان ولس تر څنګ ولاړ دی او خپلو مرستو ته به ادامه ورکوي.

فرانسه کې بیا د ایفل برج څراغونه د کابل د وروستۍ پېښې له امله د یوې شپې له پاره ګل و، او دا برید یې غندلی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم دا برید غندلی او له افغانانو سره د خواخوږۍ تر څنګ یې ویلي، چې له افغانستان سره به خپلو همکاریو او مرستو ته دوام ورکوي.

پاکستان هم دا برید غندلی او ویلي یې دي، چې د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له دولتونو سره همکار او متعهد دی.

باید و ویل شي، چې کابل کې تېره ورځ شنبې د سلواغې ۷مه د کورنیو چارو وزارت زړې ودانۍ او د سولې عالي شورا ته څېرمه موټر بم ځانمرګی برید وشوو چې له امله یې ۹۵ تنه وژل شوي او تر ۱۶۰ ډېر ټپیان دي.

د دغه برید مسؤولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي