۰
د بشري حقونو د څار اداره:

پر انټرکانټنینټل هوټل برید جنګي جنایت دی

سی شنبه ۳ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۰۶
د بشري حقونو د څارادارې ویلي کابل کې پر انټرکانټنینټل هوټل شوی برید له جنګي قوانینو سرغړاوی او یو جنګي جنایت دی.
پر انټرکانټنینټل هوټل برید جنګي جنایت دی
د بشري حقونو د څارادارې ویلي کابل کې پر انټرکانټنینټل هوټل شوی برید له جنګي قوانینو سرغړاوی او یو جنګي جنایت دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې تېره ورځ په خپله ویبپاڼه کې لیکلي، هغه چا چې د دغه برید امر ورکړی، له جنګي قوانینو یې سرغاړوی کړی او د جنګي جنایاتو مسول دی.

په ورته وخت کې یادې ادارې دا هم ویلي، چې په تېر یوه کال په افغانستان کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې زیاتوالی راغلی دی.

یادې ادارې زیاته کړې، د انټر کانټینینټل هوټل برید ښيي، چې د افغانستان په جګړې کې ملکي وګړي په قصدي ډول په نښه کېږي او د نړیوالو قوانینو نه په پرله پسې توګه سرغړونه کېږي.

باید و ویل شي، چې دوه شپې وړاندې څلور تنو وسله والو کابل کې پر انټر کانټنینټل هوټل برید وکړ، چې د سهار تر لسو بجو پورې یې دوام درلود.

رسمي شمېرې ښيي، چې په دغه برید کې ټولټال ۲۲ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي خو ځینې سرچینې د مرګ ژوبلې کچه تر دې لوړه شي.

په دغه برید کې زیاته مرګ ژوبله بهرنیو وګړو ته اوښتې، چې د چارواکو په خبره ۱۴ تنه بهرني اتباع چې زیاتره یې د اوکراین دي وژل شوي.

د برید مسؤولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په همغه لومړیو کې و ویل، چې دغه برید د حقاني شبکې له خوا پلان او تر سره شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي