د جمهور خبري آژانس مرکز 28 جوزا 1398 ساعت 9:58 http://jomhornews.com/ps/news/117449/ -------------------------------------------------- سرليک : امریکا کې د ډزو له امله نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې -------------------------------------------------- راپورنه وایي، د امريكا د فيلادلفيا ښار په جنوب لوېديځ كې د فراغت د جشن پر مهال د ډزو له كبله نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. متن - منځ : راپورنه وایي، د امريكا د فيلادلفيا ښار په جنوب لوېديځ كې د فراغت د جشن پر مهال د ډزو له كبله نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې امريكايي رسنیو ویلي، د ډزو علت تراوسه نه دى معلوم خو پوليسو وايي، بريد كوونكي د فراغت د جشن شاوخوا ۶۰ ګډونوال په نښه كړي دي. د دوی په وینا په دغه ډزو کېيو تن وژل شوى او اته نور ټپيان دي. د وژل شوي كس عمر څه باندې ۲۰ كاله او د ټپيانو عمرونه د ۱۵ او ۲۰ كلونو ترمنځ ښودل شوي دي. پوليس تر دې دمه نه دي توانېدلي، چې په فيلادلفيا ښار كې ډزې كوونكى كس ونيسي. جمهورخبري آژانس:کابل