۰

محمد یعقوب حیدري د کابل والي وټاکل شو

پنجشنبه ۹ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۵۰
د سیمه ییزه ارګانونو خپلواک اداره وايي، د دوی په وړاندیز محمد یعقوب حیدري د کابل د والي په توګه وټاکل شو.
محمد یعقوب حیدري د کابل والي وټاکل شو
د سیمه ییزه ارګانونو خپلواک اداره وايي، د دوی په وړاندیز محمد یعقوب حیدري د کابل د والي په توګه وټاکل شو.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یادې ادارې نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حیدري د ولسمشر په منظورۍ د کابل د والي په توګه ټاکل شوی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې محمد یعقوب حیدري تر ماسټرۍ تر کچې زده کړې لري او د حکومتولۍ په چارو کې کافي تجربه او وړتیا لري.
باید و ویل شي، چې محمد یعقوب حیدري د کابل ولایت د ګلدرې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی.
تر وړاندې حامد اکرام د کابل والی و، چې د خبرپانې په وینا تقاعده ورکړل شو.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین