۰

د بلک واټر بنسټګر د ټرامپ په نوې تګلاره نيوکې کړې ده

پنجشنبه ۹ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۴۸
د بلک واټر امنیتي کمپنۍ بنسټګر اریک پرینس د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر په نوې تګلاره نیوکه کړې او هغه یې تر زړې تګلارې هم زړه بللې ده.
د بلک واټر بنسټګر د ټرامپ په نوې تګلاره نيوکې کړې ده
د بلک واټر امنیتي کمپنۍ بنسټګر اریک پرینس د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر په نوې تګلاره نیوکه کړې او هغه یې تر زړې تګلارې هم زړه بللې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پرېنس نیویارک ټایمز ته په یوه لیکنه کې ویلي، چې د افغانستان د اوږدې جګړې د ګټلو لپاره د ټرمپ نوې تګلاره ډېره زړه ده او کوم نوښت نه پکې لیدل کېږي.
د هغه په وینا ټرمپ پر نوې تګلاره اوږده موده کار وکړ، موږ ورته وړاندیزونه لرل، تمه کېده چې دا تګلاره به ډېره دقیقه او هر اړخیزه وي، خو په هغه کې کوم نوي شی نشته او نه هم د جګړې د ګټلو شونتیا رامنځ ته کوي.
هغه لیکلي، چې امریکا د افغانستان په جګړه کې میلیاردونه ډالر ولګول، زرګونه سرتيري یې ووژل شول، خو په دې منځ کې بیا ټرمپ غواړي د څه کم ۴ زره سرتېرو په لېږلو جګړه وګټي.
پرینس ویلی، د جګړې د ګټلو یوازینۍ لار دا ده، چې هلته ځانګړي ځواکونه ډېر شي او همدا راز قراردادیانو ته جګړه وسپارل شي.
د بلک واټر بنسټګر دغه څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې د هیل نشریې د راپور له مخې یوه نظر پوښتنه ښيي چې ۴۱ سلنه امریکایان په افغانستان کې د امریکا له نظامي حضور سره مخالف دي.
په نظر پوښتنه کې ۲۴ سلنه امریکایان باوري دي، چې امریکا د افغانستان په جګړه کې بریالۍ ده، خو تر څنګ یې ۴۰ سلنه امریکایان په دې باور دي چې امریکايي ځواکونه به افغان جګړه بایلي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین